برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

موټربم بريد ۷ کسان وژلي او ۶۷ نور يي ټپيان کړل

آریانانیوز: دیوراپورله مخی بريد نن سهار د زابل په مرکز کلات ښار کې د ملي امنیت پر قراول شوی
د چاودنې پرمهال له ملي امنیت سره نږدې د زابل ولایتي روغتون ته ‌‌‌‌‌‌ډېر زیان اوښتی دی
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ا وويل چې ټپيان یې شخصي روغتونونو ته انتقال کړي او د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي
د ميرويس روغتون يوې سرچینې وويل چي تر دې مهاله د ۷ وژل شویو کسانو مړي او شااوخوا ۶۷ ټپيان دغه روغتون وروړل شوي دي
ويل کېږي چي په وژل شویو او ټپيانو کي تر ډېره د زابل د ولايتي روغتون کارکوونکي او ډاکتران شامل دي
عيني شاهدان وايي چي چاودنه ‌‌‌‌‌‌ډېره درنه وه او تر لېري ساحو یې د کورونو، دوکانونو او دفترونو ښيښې ماتې کړي دي
طالبانو د بريد مسؤليت منلی او د ګڼو افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا يې کړې ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي