برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۱ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

مجاهد: د دیپلوماتیکو بنسټونو امنیت تامین دی

آریانانیوز: د داعش د ګواښونو په ځواب کې د طالبانو ویاند اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دیپلوماتیکو بنسټونو امنیت تامین دی.


د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د داعش ترهګرې ډلې د ګواښونو په غبرګون کښې اعلان وکړ چې په افغانستان کښې د ډیپلوماټیکو ادارو امنیت تامین دی او داعش د هیڅ ګواښ توان نه لری.

تر دې مخکې بلومبرګ په یوه راپور کې ویلي و، چې داعش ګواښ کړی، چې په افغانستان کې د چین، هند او ایران سفارتونه په نښه کړي، څو طالبان له یو شمېر هغو هېوادونو جلا کړي، چې د دوی ډیپلوماټیک متحدان ګڼل کېږي.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له بده مرغه په دغه هېواد کې وضعیت نه دی ښه شوی. د القاعدې او داعش په ګډون نړیوال ترهګریز سازمانونه ورځ تر بلې فعالیږي او د هغوی ظرفیتونه په زیاتیدو دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي