برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

متحده ایالات د افغانستان مالي سرچینې لا هم نه خلاصوي

آریانانیوز: د امریکا متحده ایالات وايي، د پخواني افغان حکومت مالي سرچینې او ډالري کریډیت نه شي خلاصولای.


ساکي وویل، متحده ایالات تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې د افغان حکومت د اوسنۍ کنګل شوې بسپنې د خوشې کولو لپاره کومه لاره ومومي تر څو دغه مالي منابع په مستقیم ډول د افغانستان پر خلکو ولګول شي نه د طالبانو.

ساکي زیاته کړه چې طالبان اوس مهال زیرمو ته لاس رسی نه لري، او د دغو زیرمو وضعیت د سپټمبر د یوولسمې او نورو تروریستي بریدونو د قربانیانو په روانو ادعاوو پورې اړه لري، او لږ تر لږه د کال تر پایه او ښايي تر هغه وروسته به د پخواني افغان حکومت د مالي سرچینو د بندولو لړۍ روانه وي.

تر دې مخکې د طالبانو د موقت حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې له امریکا سره د دې ډلې په راتلونکو خبرو کې به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون هڅې وشي.

مجاهد دې ناستې ته په اشارې سره ویلي، چې طالب چارواکي وخت پر وخت له امریکايي استازو سره د دوحې د هوکړې په چوکاټ کې ناستې کوي، چې ګټور تمامېدای شي.

د ژمي په پیلېدو سره نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د یوه بشري ناورین خبرداری په داسې حال کې ورکړی، چې ویل کیږي د پولي بحران سره مخ د هیواد بانکداري سیسټم د سقوط څخه څو میاشتې لیرې نه دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي