برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۱ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

مارشال فهیم ملي دفاعي پوهنتون ته ځانمرګی برید

آریانانیوز: کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پنځمې حوزې اړوند د مارشال فهيم ملي دفاعي پوهنتون مخې ته ځانمرګی بريد شوی چې د تازه معلوماتو له مخې پکې ۶ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.



د کورنیو چارو وزارت خبر پاڼه کې راغلي،:” د کابل پنځمې حوزې د مارشال فهيم پوهنتون مخې ته سرک باندې ځانمرګی بريد شوی. بريدګر د يوه سرتېري لخوا پېژندل شوی او په عين وخت کې يې چاودنه کړې. د لومړنيو معلومات په اساس ۶ تنه شهيدان او ۶ زخميان دي. پوليس ساحې ته رسېدلي”.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي