برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

له زندان څخه د افغان ښځو مظاهره کوونکو تلویزیوني اعترافونه

آریانانیوز: طالبانو په داسې حال کې له زندان څخه د یو شمېر افغان ښځو اعتراض کوونکو اقرار په تلویزیون کې خپاره کړې چې مخکې یې د دوی توقیف رد کړی و.


یو شمیر افغان میرمنو چې د طالبانو لخوا توقیف شوي په تلویزیوني اعترافاتو کې ویلي چې دوی د یو شمیر بهر میشتو میرمنو په غوښتنه سړکونو ته اعتراض لپاره راوتلي دي.

دغه ټلویزیوني اعترافات په داسې حال کې خپاره شوی چې طالبانو دمخه دلاریون کونکو میرمنو نیول رد کړي وو.

په هرصورت، دا لا څرګنده نه ده چې دا ښځې په کومو شرایطو کې د کمرې مخې ته دریدلې او خبرې یې کولې.

د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا مشرې سمیرا حمیدي ویلي، طالبان د ښځو له جبري اقرار څخه د هغوی د بدنامولو لپاره د یوه تکتیک په توګه کار اخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي