برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د طالبانو په زندانونو کې ۲۵ بهرني اتباع

د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اعلان کړی چې د طالبانو په زندانونو کې ۲۵ بهرني اتباع بندیان دي.


د طالبانو د زندانونو د چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال حبيب الله بدر وويل، چې دغه کسان په بېلابېلو دلايلو په هېواد کې بنديان دي.

بدر وويل: له موږ سره د بهرنيو بنديانو ټولټال شمېر ٢٥ تنه دى چې جنايي دوسيې لري.

د هغه په وينا، اوسمهال په هېواد کې څه باندې ١٩زره بنديان دي، چې تر ٢٠٠ ډېر يې طالبان دي.

حبیب الله بدر زیاتوي چې له دې ډلې ۸۰۰ یې ښځې دي.

تر دې مخکې د طالبانو د زندانونو د تنظیم ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د هېواد په زندانونو کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۶ تنه بهرني اتباع بندیان دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي