برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

قدیرالله د کمال ناصر اصولي ورور وژل کیدا

آریانانیوز: دیو راپورله مخی د خوست د ګربز ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان او په ولسي جرګې د خوست استازي کمال ناصر اصولي ورور قدیرالله نن سهار وختي په خوست کې وژل شوی دی.



د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدري د پېښې تایید کړی خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
سلام وطندار ته یوې سرچېنې ویلي چې قدیرالله نن سهار وختي د ګربز ولسوال ته روان و چې په لاره کې د ناڅرګنده وسله ‌وال له خوا پر ډزو ووژل شو.
خو ځینې نورې سرچېنو رسنیو ته ویلي چې قدیرالله د ګربز د ولسوال عبدالحی ځاځي سره ستونزه درلودله او ولسوال له وسله والو کسانو سره د قدیرالله کور ته ورغلی او وژلی یې دی.
ویل کیږي چې قدیر الله په نشه‌یي توکو هم روږدی و او څه موده مخکې د علاج لپاره د کابل د معتادانو مرکز ته هم وړل شوې و.

شریک یي کړئ!