برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

غزني ښار کې د موټر بم چادونه

آریانانیوز: په سیمه کې د یک تلویزیون د خبریال د خبر له مخې، نن یک شنبه سهار شاوخوا ۸:‌۳۰ بجې د غزني ښار په شامیر سیمه کې د ملي امنیت د یوې حوزې تر څېرمه موټر بم چاودنه شوې ده.



د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل، د غزني ښار اړوند شامير سيمه کې د ملي امنيت پر شپږمې حوﺯې په ننني موټر بم چاودنه کې ۲ امنيتي منسوبين او۲ ولسي وګړې وژل شوي ، ۹ امنيتي منسوبين او ۸۷ تنه ملکي وګړي ټپیان دي.
د عارف نوي له قوله، ډېری ټپیان د ښوونځي زده کوونکي دي ځکه چې په وینا یې چاودنه د ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې رامنځته شوې او له امله یې ګڼ شمېر کورونه هم زیانمن شوي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارتویاند وحید الله مایار وویل، په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۷۹ تنه نور تپیان دي. همدارنګه نوموړې زیاته کړه چې، یو شمېر ټپیان د درلمنې لپاره کابل ته لیږدل شوياو په وینا یې ډیری ټپیان ولسي وګړي دي.وسله والو طالبانو د پیښې پړه پر غاړه اخیستې
ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي