برخه -څانګه : afghanistan, fun, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعالانو ته خبرداری ورکړ

آریانانیوز: د طالبانو استخباراتو ټینګار کړی چې د ټولنیزو رسنیو هغه فعالان تعقیب کړي چې پر دې ډلې نیوکې کوي.


په هلمند ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ریاست په دغه ولایت کې د ټولنیزو رسنیو فعالانو ته خبرداری ورکړی چې د حکومت ضد او انتقادي خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

د طالبانو د استخباراتو ریاست وايي، د ټولنیزو رسنیو هغه فعالان چې د دې ډلې پر ضد کار کوي او د دوی پوسټونه له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي، سخته سزا به ورکړل شي.

د طالبانو استخبارات هم د ټولنیزو رسنیو د هغو فعالینو په تعقیب ټینګار کوي چې پر دې ډلې نیوکې کوي.

د رسنیو د فعالیتونو په اړه د طالبانو تګلارې په پرله پسې ډول له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوې.

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي