برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

سیګار: په افغانستان کې د قحطۍ له امله رامنځته شوی بشري ناورین مخ په زیاتیدو دی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر د افغانستان د وضعیت په اړه د خپل درې میاشتني راپور په خپرولو سره په دغه هېواد کې د قحطۍ له امله د رامنځته شوي بشري ناورین د شدت په اړه خبرداری ورکړی دی.


دغې ادارې په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۹ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او د ښځو وضعیت هم مخ په خرابېدو دی.

د سیګار درې میاشتنی راپور زیاتوي چې مرستندویه ادارې د بودیجې د نشتوالي له امله د خوراکي او بیړنیو توکو له سخت کمښت سره مخ دي او تمه کیږي چې میلیونونه افغانان به په راتلونکو میاشتو کې د لوږې له سختې کچې سره مخامخ شي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې بشري ناورین لا هم جدي دی او زیاتوي چې ۱۸.۹ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي. یوه لوږه چې سیګار یې د ژوند ګواښونکي په توګه بیان کړې.

دغه سازمان دا هم وايي چې شپږ میلیونه خلک د قحطۍ سره نږدې شرایطو سره مخ دي.

سیګار دا هم زیاتوي چې احتمال شته چې بیړنۍ مرستې د نومبر تر میاشتې پورې په چټکۍ سره راټیټ شي او د افغانستان یوازې ۸ سلنه نفوس ته به ورسیږي.

د سیګار راپور چې پخوا به یې د امریکا د مرستو پر حیف و میل، اداري فساد او پوځي مسایلو تمرکز کاوه، دا ځل د طالبانو له خوا پر ښځو ظلمونه د جدي اندېښنې په توګه په ګوته شوي.

راپور زیاتوي چې د افغان میرمنو وضعیت مخ په خرابیدو دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش ادامه ورکوي چې د نومبر تر میاشتې پورې به بیړنۍ مرستې خورا  کمې شي چې د افغانستان د نفوس یوازې 8 فیصدو ته به ورسیږي.

سیګار تر ډېره د ښځو د حقونو په اړه د نورو نړیوالو سازمانونو اندېښنې مطرح کړې خو هغه وايي چې د امريکا او د نړيوالې ټولنې د نورو هېوادونو له غوښتنو سره سره طالبانو د افغان مېرمنو پر وړاندې داسې سياستونه غوره کړي چې په ١٩٩٠ لسيزه کې د دې ډلې له سياستونو سره ورته دي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش زیاتوي چې طالبانو هیڅکله د بشري حقونو نړیوالو معیارونو ته د درناوي ژمنه نه ده کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي