برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د یوناما راپور د پروپاګند توکي برابروي

آریانانیوز: یوناما د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړی چې بهرنیان يې پکې یوازې د دوه سلنې مرګ ـ ژوبلې مسؤلین بللي دي.


طالبانو دغه راپور د دوی پر وړاندې د پروپاګند د توکو برابروونکی بللی او په کلکه يې رد کړی دی.
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ويلي، یوناما د بهرنیانو او افغان حکومت پر جنایاتو پرده اچوي، په داسې حال کې چې د بهرنیو او کورنیو عسکرو له لوري « په متواتر ډول په افغان کلیو او قصبو باندې بمبارونه اوچاپې روانې دي، ملکي تأسیسات، لکه مدارس، کلینیکونه، عامه کورونه، باغونه، بازارونه او نور ملکي ځایونه د امریکایانو تر مسلسلو بریدونو لاندې دي چې افغان اولس ته په خورا بې رحمۍ سره درنه مرګ ژوبله اوړي.»
د یوناما په راپور کې طالب ځواکونه د ۴۰ سلنې مرګ ژوبلې مسؤلین بلل شوي او افغان عسکر یې د ۱۷ سلنې مرګ ژوبلي عاملین بللي.
طالبانو لیکلي: «دا ډول یو لوریزې او له انصاف څخه لرې محاسبې اعلانول پخپله د ملکي خلکو له ژوند سره جفا ده او مجرمینوته د جرم په ارتګاب کې جرئت ورکوي.»
د دې راپور پر اساس په شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو ۵۱۲۲ پېښې دوی ثبت کړې، چې پکې ۱۶۹۲ تنه وژل شوي او ۳۴۲۰ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې په وژل شویو کې ۵۴۴ ښځې او ۳۶۳ تنه ماشومان هم شامل دي او همدارنګه په ټپیانو کې ۹۹۲ ماشومان او ۳۸۷ ښځې هم ټپيانې شوې دي.
د طالبانو اعلامیه په پای کې لیکي: «د یوناما له خوا ترتیب شوي راپورونه چې د امریکا له سفارت سره په نیږدې همآهنګۍ کې تیاریږي، په واقعي ډول نه غواړي چې د ملکي خلکو په وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي؛ بلکې غواړي چې د ملکي تلفاتو له حساسې او مهمې موضوع څخه په استفاده، د مجاهدینو او روان جهاد په وړاندې د پروپاګند توکي تهیه کړي.»
یاده دې وي په تېرو دوو اونیو کې په خوست، لوګر، ننګرهار او پکتیا کې د بهرنیانو او افغان ځواکونو له لوري د درنو ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل شول.
زرمت کې وړمه ورځ د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې شاوخوا ۴۴ تنه ملکي وګړي ووژل شول، چې توند غبرګونونه يې را وپارول.
په تېرو شپږو میاشتو کې اپریل میاشت کې کندوز د هغې خونړۍ پېښې شاهد و، چې د دشت ارچي دفتاڼو بازار کې پر مدرسه بمبار کې د لسګونو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ تنه ولسي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي