برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کمپاین ځواکونو قومي مشر وژل

په خوست کې د کمپاین ځواکونود خوست ولایت علیشیر ولسوالۍ اړوند ببرک تاڼې په سیمه کې د کمپاین ځانګړو ځواکونو نن سهار د “حاجي جلندر” په نوم قومي مشر وژلی دی.


د سیمې خلک وایې حاجي جلندر نن د جمعې په ورځ سهار په داسې حال کې ووژل شو چې د لمانځه نه ورسته په جومات کې ناست وو او د قرآن کریم تلاوت یې کولو.
د کمپاین عسکرو لومړی له جومات نه را وایستو او بیا یې جومات ته نږدي په خپل کلي کې لسګونه مرمۍ وویشت.
حاجي جلندر په سیمه کې د یو قومي مشر په حیث پیژندل کیدو، په جرګو او مرکو کې به یې د خلکو دعوي او لانجې ور خلاصولې.
د کمپاین ځواکونو په دي اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د کمپاین ځواکونه هغه ځانګړې ملیشه ده چې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې میشت دي، افغان دولت هیڅ کنټرول نه ورباندي لري او مستقیماً د بهرنیو ځواکونو له طرفه اکمالات او قومانده ورکول کیږي. قومي مشر وژلی دی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي