برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل- کندهار لویه لار خلاصه شوه

د کابل- غزني او کابل- باميان لويې لارې چې تېره ورځ په ميدانښار کې د لاريون کوونکو له خوا تړل شوې وې د شپې ناوخته بېرته خلاصې شوې دي.



د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د زمري په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د لاريون کوونکو له پلاوي سره وکتل او ورسره يې پر غوښتنو د غور کولو ژمنه کړې ده.
د ده په وينا، دا مهال لږ شمېر کسان د دې لپاره چې خپل شتون وښيي، د میدان ښار اړوند د کابل- کندهار پر لويه لار د کريم خان تالار ته څېرمه راټول شوي، خو لاره ترافیکو پر مخ خلاص پرېیښې ده.
د ګل رحيم په نوم يوه لاريون وال پژواک اژانس ته وويل چې لاره خلاصه شوې، خو ډېر لږ کسان لا هم د لاريون په ځای کې پاتې دي.
د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک چې د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره يې ليدلي، وويل چې حنيف اتمر يې دوه غوښتنې منلې او پر يوې بلې یې د اجماع خبره يې وکړه.
هغه وايي، د پوهنتون په اړه حنيف اتمر ورسره ژمنه وکړه چې په اړه به يې د لوړو زده کړو له وزير سره وګوري.
د نوموړي په وينا، ډېر ژر به د لاريون کوونکو پلاوى له ولسمشر اشرف غني سره هم وګوري.
هوتک وويل چې لاره يې خلاصه کړې ده، خېمه لا ولاړه ده، څو پورې چې ژمنې نه وي پوره شوې، خېمه نه لرې کوي.
د يادونې ده، د ميدان وردګو د مرکز ميدانښار اوسېدونکو څو ورځې مخکې د ولايت مقام او څو رياستونو دروازې هم تړلې وې او بيا وروسته يې اعتراضيه خېمه درولې وه.
دوى غوښتنه کوله چې په ميدانښار کې دې پوهنتون جوړ شي، په دولتي ادارو کې دې ورته مشارکت ورکړل شي او د ولايت نوم دې لکه د پخوا په څېر (ميدان وردک) شي.
هغوی وايي چې په پاسپورټونو او نوو برېښنايي تذکرو کې اوس يواځې وردګ ليکل کېږي.

شریک یي کړئ!