برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل پوهنتون لیلیې د محصلینو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی

آریانانیوز: د کابل پوهنتون د لیليې د یو شمېر محصلینو ترمنځ نن له لفظي شخړې وروسته اخ و ډب رامنځته شوی دی.


د دغه پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د درېیم کال محصل فواد احمد وویل چې د غزني مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د جګړې په اړه بحث د دې شخړې لامل شوی دی.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې دوه ډلې محصلین په خپلو کې اخته شول.
نوموړي زیاته کړه چې د محصلینو خورولو لپاره امنیتي ځواکونو هوايي ډزې وکړې خو بیا هم د محصلینو ترمنځ اخ و ډب دوام درلود.
د محصلینو ترمنځ یاده شخړه له نږدې ۱۲:۳۰ بجو پیل او له غرمې وروسته تر یوې بجې روانه وه.

ځینو نورو محصلینو هم د کابل پوهنتون لیلیه کې نښته تایید کړه او ويې ویل چې د نظر اختلاف د محصلینو ترمنځ د نښتې لامل شوی دی.
په ورته مهال د کابل پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون ویاند عبدالبصیر مجاهد د دې نښتې په تایید سره وویل چې د چټک غبرګون ځواکونه او د درېيمې امنیتي حوزې پولیس سيمې ته لېږل شوي دي.

شریک یي کړئ!