برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ آبان , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

سخته سزا د کابل پوهنتون د تروریستي برید عاملینو ته انتظار

آریانانیوز: د ملي امنیت شورا غونډې قضايي ارګانونو ته لازمې لارښوونې صادر کړې ترڅو د کابل پوهنتون په تروریستي برید عاملینو ته د هیواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې په جدي ډول سزا ورکړي...


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ریاست د ملي امنیت شورا غونډه په مرکز کې جوړه شوه.

د ارګ په وینا ، لومړی د هیواد عمومي امنیتي وضعیت په اړه خبرې وشوې او مکلّف پلاوي خپل راپور د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه غونډې ته وړاندې کړ او ویې ویل چې د ولایت په مرکز او شاوخوا سیمو کې امنیت په بشپړ ډول تامین شوی، د اخاذي مخه نیول شوې ده او د فساد پروړاندې تدابیر نیول شوي او تر کار لاندې دي.

د ملي دفاع وزارت ته هم لارښوونه وشوه چې په فراه ولایت کې د دولتي ادارو لخوا د حکومتدارۍ اساس ساتلو او اداره کولو او د مافیا د نفوذ مخنیوي لپاره بیړني اقدامات وکړي.

د کندهار د پولیسو د ظرفیت لوړولو په خاطر ، د ملي امنیت شورا د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې په دغه ولایت کې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو بهیر ګړندی کړي.

په ورته ډول ، غونډې قضایه قوې ته لازمي لارښوونې وکړې چې د کابل پوهنتون د تروریستي برید عاملینو ته دې د هیواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې سخته سزا ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي