برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کابل او کندهار پر لویه لار ترافیکې پېښه

آریانانیوز: د ميدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د کابل ـ کندهار په لویه لاره ترافيکي پېښه کې د کوچنیانو او مېرمنو په ګډون ۱۹ تنه ټپيان شوي دي
د میدان وردګو ولایت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې ترافيکي پېښه تېر ماښاما شاوخوا اته بجې د کابل ـ کندهار په لویه لاره د سید اباد ولسوالي اړوند په ټوپ دښته کې رامنځته شوه
د دوی په خبره پېښه د یو ۳۰۳ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده، چې د دوو مېرمنو په ګډون پکې ۱۹ تنه ټپیان شوي دي
د کابل – کندهار په لویه لاره ترافيکي پېښې ډېری د ۳۰۳ ډوله موټر د چلوونکو له لوري پېښېږي، چې د مسافرو په وینا د دې موټر ډېر چلوونکي د نشې عادت لری
تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې وه،چې په کندهار او کابل کې د دې موټرو د شرکتونو مالکانو د خپلو موټر چلوونکو لپاره کوم واضح اصول نه دي ټاکل
د لارې ډېری مسافر شکایت کوي، چې موټر چلوونکي په موټر کې هم د چرسو سګریټ وهي، چې په نشه کې بیا د سپرلۍ غم او لارې ته پام ورسره نه وي .

شریک یي کړئ!