برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د چاودنې له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

آریانانیوز: د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یوې بمي چاودنې له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د کږې بازار کې نن شاوخوا یوه بجه د ولسي تړون په نامه د یوه ګوند په دفتر کې د ځای په ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله چاودنه شوې.
د ننګرهار والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي، چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او اووه نورټپيان دي چې ډیر په کې د ولسي تړون غړي دي.
بل لور ته د کږې د سیمه ییز روغتون مسؤلین وایي چې د پیښې له ځایه ورته دوه جسدونه او شپږ ټپیان وروړل شوي دي چې د ځینو روغتیا وضعیت د اندیښنې وړ دی.
تېره ورځ هم د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د سنګرسرای سیمه کې د ولسي جرګې د نوماند عبدالناصر مومند پر ټاکنیزې غونډې هم برید شوی و، چې په کې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
تر دا مهاله د برید مسؤلیت چاپه غاړه نه دی اخیستی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي