برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پایښت لرونکې برېښنا ازمایښتي پروګرام پيل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د "تلپاتې انرژۍ ازمایښتي پروګرام" له لارې د کابل په چهاراسياب ولسوالۍ کې اتيا کورنيو ته د لمريزې برېښنا کڅوړې وېشل کېږي.


د دغه وزارت وياند فريدون اژند پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروګرام د اسيا پرمختيايي بانک په څه باندې سل زره امريکايي ډالره مرسته ترسره کېږي.
هغه یادو کورنیو ته د لمريزو کڅوړو په اړه وايي: “دا پروژه په ازمايښتي ډول پیل شوه چې په دې کڅوړه کې یوه بېټرۍ، دوه سولري تختې، یو یخچال، یو ټلوېزیون، یوه پکه او نور اړوند توکي لکه څراغونه او د برېښنا لین هم شامل دي.”
اژند وايي چې دغه کڅوړې په چهاراسياب ولسوالۍ کې هغو اړو کورنيو ته ورکول کېږي چې د لمريزې برېښنا د برابرولو توان نه لري.
ده وويل چې دغه کورنۍ د سروې له لارې په نښه شوې دي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، نن په کابل کې په دې اړه خبريالانو ته وويل چې د دغه ازمايښتي پروګرام له بریا وروسته به دغه پروسه د هېواد هغو نورو ولایتونو ته هم وغځېږي چې په نږدې وخت کې هلته د تولیدي برېښنا د رسېدو امکانات نشته.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا په سرحدي سیمو کې د برېښنا رسونې د یوې بلې پروژې چارې هم روانې دي چې له لارې به يې د ۱۳ ولایتونو په ۵۵ ولسوالیو کې څه باندې ۴۶۸ زره کورنیو ته لمريزه برېښنا برابره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي