برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو دوام

آریانانیوز: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۱ ګډ تعرضي او چاڼیز ،۱۰۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۹ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او نا امنیود له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په لاره اچولي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۹۹ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره کړي دي.

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ ننګرهار، غزني، پکتیا، خوست، کندهار، کندز، فاریاب، بغلان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې د فاریاب ولایت د کوهستان او ګرزیوان په ولسوالیو کې ۳۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۱۷ تنه ټپیان، ۲ تنه نیول شوي، ۴ موټر، ۵ موټر سایکلونه او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی، د غزني ولایت د اندړو ، خوګیانو، قره باغ او مقر په ولسوالیو کې ۲۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپيان، ۳ موټر او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې ۷ تنه داعشیان وژل شوي دي .

همدا راز د کابل ولایت د خاکجبار په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، د هلمند ولایت د نادعلی، ګرشک ولسوالیو او مرکز اړوند سیمه کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپيان، ۲ تنه نیول شوي، یو موټر ، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د بغلان –کندز د لویې لارې په اوږدو کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي