برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې ۳۰ تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، ۱۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ۱۵ تنه ټپیان او ۶ تنه نور نیول شوي دي.


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د کاپیسا، غزني، کندهار، ارزګان، هرات، بادغیس، فاریاب ، بلخ ، دبدخشان سرپل او هلمند ا په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د هرات ولایت د چشت شریف په ولسوالۍ کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپیان او ۶ موټر سایکلونه لاسته راغلي ، د هلمند ولایت د نادعلی او ګرشک په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپي ،۲ موټر ، یو شمیر وسلې او مهمات او د دښمن ۲۰ پټنځایونه له منځه وړل شوي او ۳۳ کړي ماینونه کشف او شنډ شوي او د فاریاب ولایت د کوهستاناتو په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي .

همدا راز په یادو عملیاتو کې د ارزگان ولایت د خاص ارزگان په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي ، ۴ تنه ټپیان ، د دښمن یوه قرارګاه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي ، ۲ تنه ټپیان او ۶ تنه نیول شوي او د کندهار ولایت د نیش په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر ټپیان او یو موټر له منځه وړل شوی دی .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱چاڼیز او ۷۴خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۹ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۶۳پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او یوه هوایي ضربه د دښمن په پټنځاي تر سره شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي