برخه -څانګه : afghanistan, fun, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هوا په سړېدو د روږدو کسانود راټولولو پیل

آریانانیوز: د هوا په سړېدو د کابل ښار په کچه په نشه یي توکو روږدي ۲۵۰ تنه راټول او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.


یاد روږدي کسان، د کابل ښار له پل سوخته او میرویس میدان سیمو څخه د عامي روغتیا وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت له لوري په خپله خوښه راټول شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د روږدتیا مرکزونو عمومي مسؤول ډاکټر احمد ظاهر سلطاني، د روږدو کسانو راټولولو پرمهال پل سوخته سيمه کې وویل چې د بې سرپناه روږدو راټولولو لړۍ د کورنیو چارو وزارت له نشه یی توکو سره د مبارزې مدیریت په همکارۍ له ۱۳۹۰ کال راهيسې پیل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د ژمني پلان له مخې، له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت په همکارۍ، بې سرپناه روږدي چې په ښاري سیمو کې ژوند کوي، تر راټولولو وروسته د درملنې لپاره د روږدو د درملنې مرکزونو ته لېږدول کېږي.
نوموړي وویل، نن هم ۲۵۰ په نشو اخته کسان چې سرپناه نه لري، د درملنې او خدمتونو وړاندې کولو لپاره زر بستریز روغتون ته چې د روږدو کسانو تر ټولو لوی مرکز دی، ولېږدول شول.
هغه په ډاګه کړه چې د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین د شپې هم دوام لري څو د سړې هوا له امله د هغوی له مړینې څخه مخنیوی وشي.
د سلطاني په وینا، کله چې په ۱۳۹۰ کال کې د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل شوه، له هغه مهاله تر اوسه د سړې هوا له امله، څه باندې ۲۰ روږدي کسان مړه شوي دي چې له دې شمېر څخه یواځې څه باندې ۱۰ يې تېر کال ژمي کې او یو تن سږکال مړ شوی دی.
همداراز د کابل امنیه قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرت زاده، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په سړه هوا کې د روږدو کسانو راټولول د هغوی له تلف کېدو څخه مخنیوی کوي او هغوی د عامې روغتیا له وزارت سره تل د روږدو کسانو په راټولولو کې همکاري کوي.
د ابراهیم په نوم یو تن روږدی چې په خپله خوښه درملنې ته حاضر شوی، پژواک ته وویل چې نږدې لس کاله وړاندې ایران کې په نشه یي توکو روږدی شو.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نشه يي توکي له کوم ځای څخه ترلاسه کوي؟ زیاته کړه: ((نشه یي توکي له مواد پلورونکو دلته (پل سوخته) کې تر لاسه کوم او په ورځ کې درې یا څلور ځله نشه کوم.))
دا چې یاد روږدي ته د درملنې چانس او د ښه ژوند لپاره هيله من شوې دی، زیات خوشحاله ښکاري.

شریک یي کړئ!