برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۱ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۵ ماشومان ووژل شول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د خوست ولایت په دوه منده ولسوالۍ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ پرېوتو له کبله لږ تر لږه ۵ ماشومان وژل شوي دي
دا پېښه پرون دجمعې په ورځ (۶ چنګاښ) د دوه منده ولسوالۍ په ایتي کلي کې رامنځ هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې له ناڅرګند لوري څخه توغول شوې د هاوان مرمۍ د استوګنې پر یو کور پرېوته
په دغه پېښه کې د یوې نجلۍ په ګډون ۵ ماشومان وژل شوي او ۲ نورې نجونې ټپیانې دي، چې د وژل شوو او ټپي شوو ماشومانو نومونه او عمرونه په لاندې ډول دي: (عارف۱۴ کلن، انعام الله ۸ کلن، آصف ۱۵ کلن، زین الله ۹ کلن، ماشومه زیبیه۷ کلنه او ټپي شوې دوه نجونې حلیمه او نیله نومیږي، دغه ټول ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي
که څه هم د خوست د والي ویاند طالب منګل ددې برید پړه په طالبانو اچوي؛ خو طالبان بیا د نوموړي ادعا ردوي او زیاتوي چې یاد برید د دولتي عسکرو لخوا ترسره شوی دی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې دولتي عسکرو تیره ورځ د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ له کمپاین څخه په دوه منده ولسوالۍ کې د ایتي کلی په توپونو ویشتلی او یاده ولسي مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده: «غلام دښمن د یاد جنایت مسئولیت په مجاهدینو وراچولی چې حقیقت نلري
دا لومړی ځل نه دی چې دولتي ځواکونه د ولسي خلکو کورونه په توپونو ولي او بیا یې پړه په طالبانو اچوي، بلکې تردې وړاندې په غزني، پکتیکا او کاپیسا ولایتونو کې هم دولتي عسکرو د ملکیانو کورونه د ډيسي توپونو او هاوانونو په وسیله په نښه کړي او هغوی ته یې د ځاني مرګ ژوبلې ترڅنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي