برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مېلمنو په ګډون مې د کورنۍ ۱۶ غړي بمبار کې ووژل شول

آریانانیوز: د غزني ښار ته څېرمه د يو اوسېدونکي له خولې وايي، چې د مېلمنو په ګډون يې د حکومتي چورلکو په بمبار کې د کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي دي.



هغه وايي په ښار کې ټول ملکي تلفات د امریکایانو او حکومتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې رامنځته شوي دي. «شپاړلس نفره مې شهیدان شول، وروڼه، خویندې او زموږ کره راغلي مېلمانه ټول شهیدان شول، دا څنګه حکومت دی؟ دا څنګه خدمت دی، الوتکې د ورځې بمبار نه کوي، د شپې د خلکو په کورونو بمونه را خوشي کړي.»
په غزني کې د سور صلیب ساحوي مشر سمیع الله صدیق وايي، تر اوسه يې ۲۵۰ جسدونه موندلي او ګڼ نور لا د پوستو او کورونو تر خاورو لاندې دي.
د سیمې اوسېدونکو سرچینې ته ویلي، چې له بمبار وروسته يې له دې کور نه ۱۳ جسدونه موندلي دي.
دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ هم، د غزني ښار خشک کلي کې د امریکایانو په بمبار کې د فوټبال د یو روزونکي محمد نظیم شالیزي په ګډون يې د کورنۍ ۱۸ غړي ووژل شول.
د غزني ځايي اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، ملکي تلفاتو کې طالب ځواکونه هم ښکېل دي، خو دوی دروند مالي او ځاني زیان له هوايي بریدونو لېدلی دی.
امریکا منلې چې د غزني د جګړې په لومړیو دوو ورځو کې يې ۲۳ ځلې بمبارې کړې ده.
غزني، شاوخوا څلور ورځې د طالبانو تر لاس لاندې و، چې د دواړو اړخونو د درنې مرګ ژوبلې تر څنګ لسګونه عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي هم دي.

شریک یي کړئ!