برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د میلاد نبي پر غونډې د خونړي برید په تړاو دملي ماتم اعلان

آریانانیوز: د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل په اورانوس هوټل کې د میلاد نبي صلی الله علیه وسلم د غونډې پر برخه والو د پروني خونړي برید وروسته نن چهارشنبه به په ټول هیواد کې دننه او بهر د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې ملي ماتم وي او بیرغ به نیمه ځوړند وي .
د کابل د پنځلسمې حوزې اړوند د هوايي ډګر پر سړک په اورانوس نومي هوټل کې تېره شپه ماښام شپږ نیمې بجې شاوخوا د میلاد نبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت جوړه شوې غونډه کې لسګونو دیني علماؤ، سپین ږیرو او مسلمانو ځوانانو ګډون کړی و، خونړۍ چاودنه وشوه چې د روغتیا وزارت د ویاند وحید مجروح په وینا تر اوسه ۵۳ جسدونه او له شپېتو زیات ټپيان د ایمرجنسي، وزیر اکبر خان او شیخ زاید روغتونونو ته ور وړل شوي، چې په ټپيانو کې يې د شلو تنو حالت د اندیښنې وړ ښوول شوی.
طالبانو ، یوناما،ولسمشر او اجرائیه ریاست دا پېښه په کلکو ټکو غندلې .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي