برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملکی خلکو د وژلې شمیر پټ ساتنه

آریانانیوز: دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (Central Intelligence Agency) ته حکم ورکړ د بې پایلوټه الوتکو په حملو کښې د وژل شویو ملکی وګړو شمیر پټ وساتی .


سپینې ماڼۍ په یوې(۱) بیانیې کښې وویل ولسمشر ټرمپ په یوه حکم کښې د بې پایلوټه الوتکو په حملو کښې د ملګی وګړو د مرګ په باره کښې راپور ورکول لغوه کړل .
د امریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما د فاع وزارت پینټاګان او ددغه هیواد جاسوسۍ ادارې ژمنې کړی وی چې په خپلو حملو کښې د ملکی خلکو دوژلې راپور ورکړی .
دافغانستان او د سوریې په بیلابیلو سیمو باندې د امریکا دبې پایلوټه الوتکو په حملو کښې په سلګونو کسان وژل شوی چې دغه چارې د دغو دوو (۲)هیوادونو د خلکو ، دپارلمان د استازیو او د مذهبی او د سیاسی شخصیتونو غصه راپارولی ده .

شریک یي کړئ!