برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملکي وګړو د قاتل امریکايي د بښنې لپاره هڅې

خورد ضابط رابرټ بیلز، هغه امریکايي عسکر چې د ۲۰۱۲ میلادي کال د مارچ د یوولسم شنه سهار په دریو بجو يې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ملکي وګړي ووژل، چې د ځينو جسدونو ته يې اور ورکړ.



هغه د پنجوايي د زنګاواټ کلي کې په دوو کورنیو کې د ویر ټغر خپور کړ او پر ماشومانو او مېرمنو يې ناتاره ډزې پیل کړې.
د پېښې پر مهال په افغانستان کې مېشتو امریکایانو دعوه وکړه چې د بیلز روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.
د سیمي قومي مخورو د وخت له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې د پېښې جزییات شریک کړل او ويې ویل، ماشومان يې کتار دېوال ته درولي او ډزې يې پرې کړې دي.
بیلز یو کال وروسته پخپل کړي جرم اعتراف وکړ او امریکايي محکمې ورته د عمري بند سز واوروله.
تازه د نوموړي وکیل جان ماهر ويلي دی د خپل مؤکل د خلاصون هڅه کوي.
هغه ويلي که نورې ټولې لارې پرې ودرېږي پر ټرمپ به غږ کړي چې له خپل اجرايي واک نه کار واخلي او هغه وبښي.
د امریکا د قانون له مخې ولسمشر کولی شي هغه محکوم چې د ده په فکر انصاف ورسره نه دی شوی، وبښي؛ ټرمپ څه موده وړاندې یو بل زنداني کرېشن ساسر چې د پټو اسنادو د خپرولو تور پرې پورې و، هم وباښه.
د پېښې پر وخت ولسمشر حامد کرزي له امریکا غوښتي و، چې بیلز باید اعدام شي، که څه هم جرم په افغانستان کې شوی و او هغه ټینګار کاوه چې محاکمه يې دلته وشي، خو امریکا پرې غوږ ونه ګراوه.
اوس له امریکا سره د شوي تړون له مخې چې ګډ حکومت د واک په دویمه ورځ لاسلیک کړ، افغان حکومت قانوناً دا واک نه لري چې په افغانستان کې د مجرم امریکايي محاکمه وکړي.
بیلز له ګڼو هغو امریکايي عسکرو څخه دی چې د ټوپک شپېلۍ يې ماشومې سینې څېرلې دي، تر دې وړاندې ګڼو نورو پوځي منسوبینو هم منلې چې ان پر ملکي وګړو يې د نښې پخولو تمرینونه کړي دي.

شریک یي کړئ!