برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د محصلينو ترمنځ جګړه کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

آریانانیوز: په کابل پوهنتون کې د هزاره او پښتنو محصلينو ترمنځ جګړه رامنځته شوه چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کابل پوهنتون يو تن محصل کابل نيوز ته ويلي چې هزاره ګانو له درې ورځو راهيسې له نورو محصلينو سره جنګونه کړي دي چې پرونۍ هغه يې په تاوتريخوالي واوښته او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.
دغه محصل وايي چې د دوی ملګري غرمه مهال د خوړو په خونه کې وو چې دوی پرې بريد کړی دی چې له امله يې ۳ تنه محصلین وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
د کابل پوهنتون يو بل محصل وايي چې د حکومت په داخل کې ځينې کړۍ شته چې هغوی د هزاره محصلينو تر شا ولاړ دي او د هغوی د تعصبي فعاليتونو ملاتړ کوي.
پرون هم ځينې سرچينو ويلي وو چې جګړه هغه مهال رامنځته شوه کله چې هزاره محصلينو د کابل پوهنتون په داخل کې د پوهنتون په جومات کې د غزني د مالستان او جاغوري د خراب امنيتي وضعيت له امله مظاهره کوله چې نور محصلينو يې دا کار ښه نه و ګڼلی.
څو کاله وړاندې هم په کابل پوهنتون کې د محصلينو ترمنځ جګړې رامنځته شوې وې چې له امله يې شاوخوا يوه مياشت د کابل پوهنتون د زده کړو پرمخ تړل شوی و.
که څه هم تيره ورځ د حالاتو د کنټرول په موخه د کابل پوهنتون انګړ ته امنيتي ځواکونو ورغلي وو خو تر اوسه دولتي مسؤلينو ددې پيښې د څېړلو او شخړې د حل په اړه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي