برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ماشومانو په لاس د جوړ شوو انځورونو نندارتون

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د ماشومانو د خونديتوب موسسې له لوري په کابل کې د ماشومانو په لاسونو د کښل شوو انځورونو يو ورځنى نندارتون جوړ شو.


د دغه نندارتون د پيل په مراسمو کې د ماشومانو د خونديتوب موسسې مشر اونون وويل چې په دغه نندارتون کې د ماشومانو په لاس کښل شوې رسامۍ او نقاشۍ نندارې ته وړاندې شوې دي.
د هغه په وينا، ټاکل شوې چې په راتلونکي کې دغه شان نندارتونونه په ولايتونو کې هم جوړ شي.
هغه وايي: ((ډېرى ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي او يا هم د جګړو تر تاثير لاندې دي، موږ هڅه کوو چې دوى له ستونزو خلاص کړو څو له بحران سره مخ نه شي.))
نوموړى زياتوي چې د نا امنۍ له امله خلک کډوالۍ ته اړ کېږي چې په ترڅ کې یې ماشومان هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي.
اونون د ملي شورا له غړو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د ماشومانو د حقونو خونديتوب قانون تصويب کړي څو نور د ماشومانو حقوق تر پښو لاندې نه شي.
دغه راز په دې غونډه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت استازي نجيب الله اخلاقي وويل چې د پخوا په پرتله اوسمهال ماشومانو ته پاملرنه ډېره شوې ده.
ده وويل چې په دغه نندارتون کې هغه انځورونه نندارې ته وړاندې شوي چې د ماشومانو د ژوند ستونزې په کې بيان شوې دي.
خو بل لور ته په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال محمد فاضل سنچارکي وويل چې اوس هم په هېواد کې ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دى وايي چې په هېواد کې شاوخوا درې سوه تصويري، غږيزي او چاپي رسنۍ فعاليت کوي خو د ماشومانو لپاره ځانګړې برنامې نه لري.
هغه ټينګار وکړ چې رسنۍ بايد لږ تر لږه په ورځ کې دوه ساعته د ماشومانو لپاره په زړه پورې خپرونې وکړي.
د يادونې ده، ياد نندراتون يواځې د يوې ورځې لپاره په کابل کې جوړ شوى و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي