برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۸ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو ته نږدې شوی دی

آریانانیوز: د پوليو د نړيوالې ورځې په مناسبت د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې افغانستان تر بل هر وخت د دغې ناروغۍ له منځه وړلو ته نږدې شوى دى.


افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي. په دغو دوو هېوادونو کې ناامني تل د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې ننګونه وه. په تېر کې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د واکسین د تطبیق مخه نیوله.

سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۵۶ پېښې ثبت شوې وې. دا شمیره په 2021 کې څلورو ته راټیټه شوه.

دغه سازمان ټینګار کوي چې افغانستان د پولیو د له منځه وړلو لپاره ډېر ښه فرصت لري. په داسې حال کې چې لا هم د پولیو د واکسین کمپاین پر وړاندې ناامني شتون لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي