برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د داعش مشهور قومندان په هوايي بريد کې وژل شوی

آریانانیوز: د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په هسکه مينه ولسوالۍ کې يې د داعش وسله والې ډلې يو تن مشهور قومندان وژلی دی.


د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې ددې ولایت د هسکې مينې ولسوالۍ په انګور سيمه کې يې په يوه هوايي بريد کې د عبدالخالق په نامه د داعش يو تن مشهور قومندان له خپل يو ساتونکي سره وژلی دی.
خوږياڼي وويل چې د داعش ډلې دغه قومندان چې په عمر يې شهرت درلود، د داعش له لوري د هسکې مينې ولسوال په توګه ټاکل شوی و.
عبدالخالق په ننګرهار د داعش ډلې له مهمو مشرانو څخه ګڼل کيږي او ننګرهار کې ددې ډلې د رامنځته کېدو په لومړيو کې د ننګرهار ولايت د عمومي مسؤل په توګه ټاکل شوی و او په سيمه کې يې د ډېرو خلکو په وژنه او ځورونه شهرت درلود.
تر دې مخکې هم څو ځله د نوموړي دوژل کېدو خبرونه خپاره شوي وو.

عبدالخالق د داعش ليکو ته له ورتګ نه مخکې له طالبانو سره و او د داعش په رامنځته کېدو بيا له دې ډلې سره يو ځای شو او د طالبانو په خلاف يې په جګړو کې برخه واخیسته.
د داعش ددغه مشر د وژنې په اړه تر اوسه دې ډلې څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده چې د داعش په وړاندې د حکومت د دريځ په اړه لاهم د خلکو ترمنځ شکونه موجود دي او دغه ډله د سيمې د استخباراتو زېږنده بولي او وايي چې د ځانګړو سياسي اهدافو له پاره رامنځته شوې ده.
تيره اوونۍ په ننګرهار کې د ولسي خلکو يوه پنځه سوه کسيزه ډله چې د داعش په خلاف ميدان ته راوتلي وو، له داعش سره د مبارزې په لومړۍ ورځ د هوايي بريدونو ښکار شول.
په دغه هوايي بريد کې د ملي اردو دري سرتيري او دوه ولسي وسله وال وژل شوي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي