برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بګرامیو ولسوالۍ ګڼو اوسېدونکو د حکومت ضد لاریون وکړ.

آریانانیوز: د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، دغه لاریونوال د هغه پروګرام د تطبیق پر ضد راوتلي چې حکومت غواړي غصب شوي ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصې کړې.



یوې بلې سرچینې رسنیو ته ویلي، دغه لاریونوال د ملا تره خېل په ملاتړ راوتلي او د ټاکنو کمیسیون ضد شعارونه هم ورکوي.
ملا تره خېل چې د غصب له امله د نوماندۍ له لیسته ویستل شوی، ملاتړي او پلویانو يې دغه لاریون برابر کړی دی.
د امنیه قومندانۍ ویاند بیا ټینګار کوي چې لاریون کوونکي د کوم کس ملاتړي نه دي، بلکې د غصب د پروګرام د تطبیق پر ضد راوتي دي.
پرون په پلازمېنه کابل کې شیر دراوزې ته څېرمه یو نوی جوړېدونکی پمپ هم د ښاروالۍ له لوري ونړول شو، چې ګواکې ناقانونه ځای کې ودان شوی دی. ورکوي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي