برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د بګرام هوايي ډګر شپږکار کوونکي ووژل شول

آریانانیوز: امنیتي چارواکي وايي، د ناپيژاندو وسله والو په یوه ناڅاپي برید کې د بګرام هوايي ډګر ۶ تنه کار کوونکي وژل شوي دي.
د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، دا پېښه پرون د پنجشنبې په ماسخوتن څلوېښت دقیقې لپاسه ۹ بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د بګرام هوايي ډګر ۱۰ تنه کارکوونکي په یوه ریکشا کې خپلو کورونو ته وران وو، چې د وسله والو تر برید لاندې راغلل
نوموړې زیاتوي، په دغه پېښه کې ۶ تنه کار کوونکي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي
ددغه برید مسئولیت تردې دمه هیڅ وسله والې ډله په غاړه نه دی اخیستی؛ خو وسله والو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د بګرام هوايي ډګر مامورین او کار کوونکي د وسله والو لخوا وژل کیږي، تردې وړاندې هم څو ځله په ورته بریدونو کې د بګرام هوايي ډګر ګڼ شمېر مامورینو او کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي