برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ تیر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

افغانستان د بګرام اډه څخه د متحده ایالاتو د وتلو هرکلی کوي

آریانانیوز: د افغانستان د دفاع وزارت او طالبانو کابل ته څېرمه د بګرام له پوځي اډې څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ.


د الجزیرې د راپور له مخې ، د افغانستان د دفاع وزارت او طالب ویاندانو په پیغامونو کې کابل ته څیرمه د بګرام له پوځي اډې څخه د پردیو ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند وویل: ټول امریکایي او بهرني ځواکونه کابل ته نږدې د بګرام اډه وتلي او زموږ ځواکونه د بګرام اډه څارنه کوي او د تروریزم په وړاندې مبارزه کې ترې کار اخلي.

د طالبانو ویندوی هم وویل چې د بګرام څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو بشپړ وتل به د هیواد راتلونکي په اړه پریکړې ته لاره هواره کړي.

امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د بګرام هوایی اډه -په هیواد کې د متحده ایالاتو ترټولو لوی اډه- پریښوده .

تر دې دمخه د امریکا دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي سي این این ته ویلي وو: تمه کیږي چې په افغانستان کې وروستي امریکایی سرتیري د جمعې په ورځ د بګرام هوایی اډه پریږدي.

د دفاعي چارواکي په وینا ، د دغو ځواکونو وتل په پراخه سیمه کې د امریکايي ځواکونو د شتون پای دی چې په افغانستان کې د پوځي ځواک یو مرکز ګرځیدلی وه.

د بګرام هوایی اډه د پلازمېنې کابل په شمال کې یو ساعت ته څیرمه موقعیت لري.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي