برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبار کې دوه تنه د عقاب ټولي او دوه پولیس ووژل شول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوال فیض محمد وویل چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې یو لړ تحرکات پیل کړي وو چې په دې لړ کې یې تېره شپه د ولسوالۍ د امنیتي کمربند پر پوستو برید وکړ.


دی زیاتوي چې له برید وروسته د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته جګړه وشوه، بالاخره د طالبانو برید پر شا وتمبول شو چې په پایله کې یې دوه پولیس او یو د ملي اردو سرتېری ووژل شول.
ولسوال په دې جګړه کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه معلومات ور نه کړل.
خو فیض محمد وایي چې وروسته د بهرنیو ځواکونو هوايي ځواک سیمې ته ور ورسېد چې له بده مرغه امنیتي ځواکونه یې په داسې حال کې په نښه کړل چې یادو ځواکونو د کمربند پوستو ته اکمالات کول.
د ده په خبره، د بهرنیو ځواکونو په دغه هوایي برید کې ټول څلور افغان عسکر چې دوه د اردو د عقاب ټولي او دوه د پولیسو اړوند دي، وژل شوي او ۶ پولیس ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته هم په یو شمېر سیمو کې تلفات اوښتي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي