برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

یو خصوصی شرکت څخه نظامی تجهیزاتو او اسلحو کشف

آریانانیوز: د داخله چارو وزارت اعلام کړ چی پولیس ځواکونه ارزګان ولایت کې، ځینی اسلحی او نظامی تجهیزات د یو خصوصی شرکت څخه کشف او اته تنه په دی اړوند نیولي دی.



د آوا په ګزارش سره، لاسته راغلی نظامی تجهیزات او اسلحی عبارت دی کلاشنکوف، ماین، درانده او سپک اسلحی مهمات، مخابره، رنجر موتر او هاموی تانګ دی.
د داخله وزارت معلوماتو په اساس، دا اسلحی او نظامی تجهیزات تیره ورځ، د ارزګان پولیسو قوماندی ځواکونو له لوری تلاشی او تصفیه عملیات په لړ کې، د برادر نوروزی څخه چی د ( معدن سنګ ) په نامه یو شخصی شرکت مسؤول دی، لاسته راغلی دی.
اسلحی، مهمات او نظامی تجهیزات عبارت دی له؛ دوه پولیس رنجران، یو هاموری تانګ، ۴ میل کلاشینکوف، دوه حلقی ماین، ۱۰۰ فیر درانده اسلحو مهمات، پیکا او کلاشینکوف اسلحو ۱۰۰۰ مرمی، یو کودان مخابره او یو لاسی مخابره، یو پایه جمر، او یو قاب دربین دی.
لاسته راغلو تجهیزاتو او اسلحو اړوند ۸ تنه مسلح غیری مسؤول کسان نوروزی پوری اړوند هم نیول شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي