برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د بشري حقونو کمېسیون دوه کار کوونکي وژل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د افغانستان د بشري حقونوخپلواک کمېسیون وايي، د دوی دوه تنه کار کوونکي نن سهار د کابل ښار په دوولسمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي
چې د دوی دغه کار کوونکي دندې ته پر لار و چې سهار ۷:۴۰ دقیقې په «بتخاک څلور لارې» کې پر موټر چاودنه شوې ده
یاد کمېسیون ویلي که څه هم تر دې مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو زیاته کړې ده چې په دې اړه ترڅېړنو وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي
د بشري حقونو کمېسیون پر خپلو کار کوونکو د چاودنې په اړه اندېښنه ښودلې
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامز هم نن سهار د یاد خبر په تائید سره وویل چې پر کورلا ډول موټر پسې د نښلول شوي ماین چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي دي
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پر کار کوونکي د ناڅرګندو کسانو لخوا د ماین چاودنه کیږي. یاد کمېسیون تل د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه په هیواد کې د اوربند او تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده. د دې ترڅنګ یې تل د جګړې د ښکېلو اړخونو لخوا ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله غندلې او په هیواد کې د ملکي وګړو ژوند ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده
په کابل، د امریکا، بریتانیې، ایټالیا او ځینو نورو سفارتونو د بشري حقونو کمېسیون پر کار کوونکو نننۍ چاودنه غندلې ده
په تیره یوه اونۍ ملکي تلفات
د افغانستان د ملي امنیت شورا د تیر په څېر نن شنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې په تیره یوه اونۍ کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي
د ملي امنیت شورا ویلي چې یادو ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې اوښتې ده چې تر ټولو زیاته یې په تخار ولایت کې ده
یادې شورا له وسله والو طالبانو څخه غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي او د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې څخه ډډه وکړي وسله الو طالبانو تر دې مخکې ورته راپورونه رد کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي