برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بدچلند له امله نهه عسکر نیول شوي

آریانانیوز: د غزني ښار کې نږدې دوه میاشتې وړاندې له خونړۍ جګړې وروسته، خلکو پرلپسې د امنیتي ځواکونو له بد چلنده شکایتونه پیل کړل.


د غزني ګڼو اوسېدونکو وایی چې ښار ته نه ور پرېښودل کېږي او د تالاشۍ په ځایونو کې باید پولیسو ته ټاکلې پیسې ورکړې.
شمشاد تلویزون د غزني د ځايي اوسېدونکو په حواله وویل، امنیتي ځواکونه کم عمره تنکي ځوانان په بېلابېلو پلمو تر خپلو مېشتو ځایونو وړې او جنسي تېرې پرې کوي.
هغه وخت د غزني د والي ویاند پر خپله فیسبوک پاڼه د ولایت له ادرسه پر امنیه قومندانۍ غږ کړی و، چې له خلکو سره بد چلنده ځواکونه دې کنټرول کړي.
تازه اطلاعات روز ورځپاڼه؛ د غزني د والي د ویاند له خولې وايي چې په دې تړاو يې نهه تنه نیولي دي.
هغه مني چې ځواکونو يې له خلکو سره ناسم چلند کړی او په همدې تړاو يې نهه تنه نیولي او کابل ته يې لېږلي دي.
عارف نوري ویلي، دغه عسکر له کندهار څخه تازه راغلي و او د سیمې له خلکو سره پر سم چلند بلد نه و.
یاده دې وي تازه د غزني خلک د دې ولایت د سقوط اندېښنې پر سر اخیستي او وايي چې د ښار په نږدې ټولو څنډو کې د طالب سرتېرو واک دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي