برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اقتصاد عالي شورا د افغانستان د صادراتو ملي سټراټيژي تصویب کړه

د اقتصاد عالي شورا غونډه چې نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ جوړه شوه، د افغانستان د صادراتو پر ملي سټراتيژۍ، لویو مالیه ورکوونکو ته د دفتر جوړولو پر طرحې او د روان موتورز خصوصي شرکت د پانګونې پر طرحې په کې بحث وشو.


په دغه غونډه کې چې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په لومړۍ برخه کې یې د صادراتو په ملي سټراټيژۍ چې د کانونو او پټرولیم وزارت وړاندې کړه، تفصیلي بحث وشو.

جمهوررئیس غني د افغانستان د محصولاتو صادراتي اهمیت ته په اشارې په دې اړه وویل، د صادراتو ستونزې او ارقام باید کره او واضح شي او به بیلانس کې تغییر خورا مهم دی. هغه د صادراتو په برخه کې د ننګونو په ارزونې د ټینګار تر څنګ له خصوصي سکتوره وغوښتل چې د صادراتو لپاره هر اړخیز تحلیل ترتیب کړي.

د اقتصاد عالي شورا له هراړخیز بحث وروسته، دغه سټراټيژي تصویب کړه او ټینګار یې وکړ چې پر میکانیزم دې زیات کار وشي. جمهوررئیس غني زیاته کړه: د اړوندو وزارتونو ترمنځ باید همغږي زیاته شي.

غونډې پرېکړه وکړه چې د دغې موضوع د تعقیب په خاطر دې د اجرائیه رئیس په مشرۍ د میکانیزم د عملي کېدو په موخه ناسته وشي، تر څو په دې برخه کې اصولي لار ولټول شي.

د صادراتو ملي سټراټيژۍ کې د تولیدي برخې روزنه، د باکیفیته محصولاتو لپاره د خصوصي برخې نرمښت، د پانګونې، کار او کسب لپاره زمینه برابرول، په بازارونو کې د ملاتړ زیاتوالی او د سازماني ظرفیت پياوړتیا، له دولت څخه ملاتړ او د سولې د تامین له لارې اقتصادي وده په کې شامله ده.

په دویمه برخه کې، د لویو مالیه ورکوونکو لپاره د دفتر جوړولو پر طرحې چې د مالیې وزارت له خوا غونډې ته وړاندې شوه هر اړخیز بحث وشو او د اقتصاد عالي شورا دغه طرحه تصویب کړه.

د اقتصاد عالي شورا د اجنډا په درېیمه برخه کې د روان موټورز د خصوصي شرکت د پانګونې پر طرحې چې د دغې کمپنۍ استازي وړاندې کړه، هر اړخیز بحث وشو.

غونډې له بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې په دې اړه باید لا زیات تحلیل وشي او طرحه تعقیب شي او د تصمیم نیولو لپاره څرګند وړاندیزونه چمتو شي.

په دغه طرحه کې په هېواد کې د زړو موټرو څخه د کار اخیستو د کموالي په منطور د غوره تولید ځایناستی کول، وطنوالو ته د کاري بوختیا برابرول، د پانګونې پراختیا او هڅونه او د پانګوالو تشویق ذکر شوی دی.

د غونډې په دوام کې د ساختماني فابریکې د پراخولو لپاره د محب ګروپ کمپنۍ د ځمکې غوښتنې په اړه بحث او پرېکړه وشوه چې د بانکدارۍ په چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار اجمل احمدي دې په دوو اونیو کې د دغې موضوع د حل په موخه واضح جدول ترتیب کړي.

ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو د تالک ډبرو په برخه کې د پانګونې طرحه وړاندې کړه او پرېکړه وشوه چې د کانونو وزارت په دې برخه کې د مذاکرې اجازه لري.

د اقتصاد عالي شورا پرېکړه وکړه چې د مالیې، کانونو او پټرولیم او د صنایعو او سوداګرۍ وزارتونه دې په دې برخه کې په همغږۍ کار وکړي چې د تالک محصولات په کور دننه څنګه کارول کېدای شي.

جمهوررئیس غني د تالک ډبرو څخه د ملاتړ په خاطر لارښوونه وکړه د ننګرهار د شیخ مصري پارک دې د تالک په پارک بدل شي او په دې برخه کې دې د صادراتو په ظرفیت هم غور وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي