برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

نبیل: اشرف غني به د طالبانو د حکومت سلاکار شي

آریانانیوز: د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي چې ښايي پخوانی ولسمشر اشرف غني د طالبانو سلاکار شي.


د ملي امنیت پخواني مشر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې حشمت غني د اشرف غني ورور په پاکستان کې د آی ایس آی له چارواکو سره کتلي دي.

ښاغلي نبیل په دې فیسبوک پاڼه کې لیکلي: حشمت غني په داسې حال کې چې پاکستان ته د اشرف غني د ځانګړي پیغام د استولو په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د سلاکار په توګه د اشرف غني د راستنېدو او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو او د مرکزي بانک د پیسو په خلاصون کې د هغه پر اغېزمنتوب خبرې وکړې او تر یوه حده پرې موافقه شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس وايي: په دې اړه د طالبانو دریځ لا څرګند نه دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د جمهوري ریاست پر مهال د اشرف غني له منتقدینو څخه و. نوموړي د ملي امنیت له پخواني ریاست څخه هم د اشرف غني د سیاستونو د مخالفت له امله استعفا ورکړه.

هېواد ته د اشرف غني د احتمالي راستنېدو په اړه د ښاغلي نبیل څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې حشمت غني احمدزي د اشرف غني ورور رسنیو ته ویلي و چې که په افغانستان کې د ښاغلي غني حضور اغېزمن وي، هېواد ته به راستون شي.

 

 

 

 

شریک یي کړئ!