برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۴ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یونیسف: د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانستان اقتصاد ته میلیونونه ډالره زیان رسولی دی.

مدارس دخترانه

یونیسف اعلان کړی چې که درې میلیونه نجونې منځني او لوړې زده کړې بشپړې کړي، نو په راتلونکي کې به د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه پنځه میلیارده ډالره ګټه ورسوي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

د دغه سازمان په وینا، که درې میلیونه نجونې منځنۍ او لوړې زده کړې بشپړې کړي، نو په راتلونکي کې به د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵ میلیارده ډالره ګټه ورسوي.

د دغه تحلیلي راپور په خپرولو سره یونیسف ویلي، چې د دغو محصلینو محرومیت به غیر مالي زیانونه هم ولري، د نورو شیانو ترڅنګ افغانستان به په راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو له کمښت سره مخ شي.

د راپور له مخې، د تېر افغان حکومت له نسکورېدو مخکې ۶۰ سلنه، یعنې ۴.۲ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې نجونې وې.

له دې سره سره په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر محمد ایویا هم وویل چې زده کړه نه یوازې د هر ماشوم حق دی، بلکې د افغانستان د راتلونکې ودې بنسټ هم دی.

په افغانستان کې د یونیسف استازي له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د ښوونځیو دروازې له شپږم ټولګي پورته پرانیزي.

طالبان وايي چې د ټولنې د نارضایتي او ځینو نورو ستونزو له امله یې دا مهال له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېر حکومت کې ډېر شمېر نجونې ښوونځيو ته تللې؛ لکه څنګه چې د هرات ولایت د پوهنې ریاست په ۲۰۱۴ کال کې اعلان وکړ چې د دغه ولایت د ښوونځیو ۴۸ سلنه زده کوونکي نجونې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي