برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان د بشری حقوقو موسسې له خوا امریکا په جنګی جنایت تورشو.

آریانانیوز: له یو راپورسره سم دافغانستان د بشری حقوقو د موسسې مشر لعل ګل لعل ټینګار وکړ دامریکا په مشرۍ بهرنی عسکر و په کندوز کی د افغانستان د مظلومو خلکو په وژلې او هدف ګرځولو سره جنګی جنایت کړې دې . تیره اونۍ د امریکا بې پایلیټه الوتکې  په چاردره ولسوالۍ کې په یوه کور  بمباری وکړه چی له امله یې ۲۸ ملکیان مړه او یو شمیر هم ژوبل شول .
لعل ګل لعل د امریکا د دغه جنایت په غبرګون کی وویل واشنګټن یو ځل بیا وښودله چی د خلکو د وژلې د مخنیوی لپاره خپلو ژمنو ته پایبنده نده  او په ملکیانو حمله جنګی جنایت او نسک ختمونه بلل کیږی او باید وجاجول شی . امرذیکا له ۲۰۰۱ میلادی کال راهیسې  تراوسه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کی د امنیت د تامینولو په پلمه  په دغه هیواد کی ډیر جنایتونه کړی دی چی د افغانستان د زرګونو خلکو د مړینې سبب شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي