برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د افغانستان دنفوس اټکل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی مرکزي احصایي دهیواد د وګړو د شمیر او وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی چې له مخې په روان ۱۳۹۹ لمریز کال کې د هیواد نفوس ۳۲.۹ میلیونه اټکل شوی دی.
د مرکزي احصایي د رسنیو د چارو مشرې میرمن رویینا شهابي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د دغه شمیر ۱۶.۸ میلیونه چې ۵۱ فیصده کیږي نارینه او ۱۶.۱ میلیون، چې د ټول نفوس ۴۹ فیصده کیږي ښځي دي
میرمن شهابي وویل” تیرکال د نفوس اټکل ۳۲.۲ میلیون تنه وو، هغه څه چې مونږ ته احصايوي معلومات څرګندوي د وګړو شمیر ۳۲.۹ میلیونه تنه دی
د دغه اټکل له مخې د ۳۲.۹ میلیون نفوس ۲۳.۴ میلیونه یې، چې د ټول نفوس ۷۱ فیصده کیږي په کلیوالو سیموکې ژوند کوي او اته میلیونه چې د ټول نفوس ۲۴.۴ فیصده کیږي په ښارونو کې ژوند کوي
د مرکزي احصايي په دې اټکل کې د کوچیانو شمیر یو نیم میلیون چې د ټول نفوس ۴.۶ فیصده جوړوي ښودل شوی دی
په هیوادکې کور په کور وروستۍ رسمي احصایه په ۱۳۵۸ لمریز کال کې شوې وه او له هغه وروسته بیا کور په کور احصایه نه ده شوې حکومت په وروستیو کلنو کې د مرکزي احصایي له لارې د خپلو وګړو شمیر اټکلوي
مرکزي احصايي د رسنیو د چارو مشره وايي، د دې یوعلت په هیواد کې انامني ده
میرمن شهابي وویل:” حیاتي مسایل چې هغه هم د مرکزي احصايي پورې مربوط دي نه ثبت کیږي، مثلآ نوي زیږیدلي ماشومان، مړینې، ودونه او تلفات نه ثبت کیږي یعنی خلک پخپله په منظم ډول دا ډول بیښې نه ثبتوي
مرکزي احصایه وايي د وګړو په دې شمیر کې له هیواد څخه بهر په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ایران او پاکستان کې میشت افغان ګډوال شامل نه دي
د ملګروملتونو د شمیرنو له مخې یوازې په دغو دوو هیوادونو کې نږدې شپږ میلیونه افغان کډوال د اوسیدنې په قانوني او د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي
مرکزي احصايي ویلي، د نفوسو په دې اټکل کې د هیواد د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو او ۳۶۳ اصلي ولسوالیو او ۲۴ موقتي ولسوالیو کې د وګړو نفوس اټکل شوی دی.

شریک یي کړئ!