برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان اقتصادي وده ۳ اعشاره ۳ تاټکل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی نړیوال بانک وړاندوینه کړې، چې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې له څرګندیدو او د وچکالۍ د کچې له راټیټیدو سره سم به په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۳ اعشاریه ۳ سلنه لوړوالی ومومي
نړیوال بانک د سلواغې پر ۲/ د جنوري ۲۲ له ابهاماتو څخه د ډکې لارې څرګندونې تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې کرنې ښه وده کړې؛ خو د هېواد په سیاسي وضعیت کې ناڅرګندتیا پر خصوصي سکتور بې باوري رامنځته کړې ده. سره له دې هم په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ۲ اعشاریه ۹ سلنه اټکل شوې ده
د نړیوال بانک راپور ښیي، چې د اقتصادي ودې دغه کچه د اقلیم د ښه والي او د کرنې په سکتور کې د وچکالۍ د اغېزو له راټیټیدو تر لاسه شوې ده
د افغانستان د نړیوال بانک رییس هنري کرالي ویلي؛ افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې ښه وده درلوده  او دا یو ښه خبر دی، خو د هېواد په سیاسي وضعیت کې ناڅرګندتیا پر خصوصي سکتور بې باوري رامنځته کړې ده. افغانستان باید د اصلاحاتو بهیر ګړندۍ کړي، چې د خلکو د ژوند شرایط ښه او د بېوسۍ کچه راټیټه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي