برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د آمریکایی ځواکونو بمبار ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

سیمه ایز چارواکي مني چې د دغه ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو پر ملکي وګړو هوايي بريدونه کړي چې مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.



د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی ویلي چې تېره ورځ بهرنيو ځواکونو د هسکې مينې په لوی پاپين سيمه کې د داعش وسله والو د مرکزونو په بمبارولو کې ملکي وګړو ته تلفات اړولي دي.
د خوږياڼي په خبره، بهرنيو ځواکونو د ملکي وګړو کورونه هم په نښه کړي چې په ترڅ کې يې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د سيمې اوسېدونکو پژواک اژانس ته د ډيری ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی او وايي بهرنيو ځواکونو هغه مهال ملکي وګړي په نښه کړل کله چې هغوی غوښتل په کليو له بمبار وروسته خپلې سيمې پريږدي خو د الوتکو د بمبارۍ هدف وګرځېدل.
که څه هم په دغه بمبارۍ کې تر اوسه د ملکي وګړو کره شمير نه ده څرګنده شوي. خو د ټولنیزو رسنیو له لاري د سیمي خلکو ویلي چې تر 30 پورې ولسي وګړي په شابيو او لوى پاپين سیمه کې شهيدان شوي چې ډير يې د شابيو د بمبار دي، زخميان هم لري او شهيدان اوس هم په سيمو کى تر خاورو لاندې پاتې دي.
په دې نږدې ورځو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو دا درېيمه پېښه ده چې د بهرنيو او داخلي ځواکونو له لوري رامنځ ته کېږي.
شاوخوا يوه اوونۍ مخکې په چپرهار ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې نهه او وړمه
ورځ يې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ څلور غړي ووژل .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي