برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دچابهار دپراختیا او پانګونې په نامې سره سیمنار

آریانانیوز: د چابهار د ورځ په عنوان سره دچابهار دپراختیا نړیوال سیمنار،د ښار او لارو د پراختیا دوزیر او د ۳۵هیوادونو دکابو پنځه سوه میلمنو په شتون سره د سه شنبې په ورخې ترسره شو .


له دغه سیمنابر سره په یووخت،چابهار بندر کې هندوستان ته دافغانستان دصادراتی شیانو دلومړنۍجوپې د خالی کولو او بارکولو او د کنټینری کشتۍ دخالی کولو عملیات پیل شول .
د افغانستان د ټرانسپورټ دچارو مرستیال وزیر امام محمدوریماج په دغو دستورو کې ووئیل ،نن دلومړی ځل لپاره هندوستان ته د چابهار بندر له لارې د صادراتو شاهد یوو او دشیانو دصادراتو لپاره ددغه بندر له امکاناتو استفاده د کابل دحکومت یو مهم پروګرام دی .
دایران دیوه تر ټولو ستر بندر په توګه چابهار بندر،دفارس خلیج ا و عمان سمندر په څنډو کې یوه اساسی سیمه ده او په شمال–جنوب کریډور کې یومهم رول لوبوی .دغه بندر په کال کې له اتو ترنهو میلیون ټنو پورې په ظرفیّت سره د شیانو د بار او خالی کول، د افغانستان او د مینځنۍ آسیا هیوادونو لپاره دشیانو دټرانزیټ په باب تر ټولو نزدې لاره ده او له دې امله دداخلی اوبهرنیو پانګوالو او فعالانو دجذبولو لپاره یو ډیر مناسب فرصت دی . په همدې باب دچابهار بندر دپراختیا له نړیوال سیمنار سره په یووخت ، اته تړونونه لاسلیک شول . په دغو تړونونو کې ، د مسقط او چابهار ترمینځ د مسافری کرښې رامینځةکیدا ده . په یوه بل تفاهم لیک کې د چابهار بندر له لارې په بیلابیلو لارو کې د شیانو د ځای په ځای کولو لپاره د ایرانیو او افغانستان د ټرنسپورټی او کشتۍ چلونې څلور شرکتونو سره موافقې کړی دی . همداراز چین ته دچابهار بندر له لارې د وسپنې کاڼی ( آئیرن اور) دصادراتو په زمینې کې ټرانسپورټی ملګرتیاوې ، نور هغه تړونونه دی ، چې لاسلیک شوی دی .په یوه بل تړون کې د دوبئ او عمان بندرونو ته دچابهار بندر په لاره کې دشیانو د وړو راوړلو دتجارتی کشتیو د کرښې رامینځةکول هم د دوو خصوصی شرکتونو ترمینځ لاسلیک شوی دی .
د سټراټژیکو اونړیوالو مطالعاتو مرکز دچابهار بندر په باب لیکلی دی ، چابهار بندر به د ایران ،هندوستان او افغانستان ترمینځ د ټرانسپورټ په یوه اساسی کریډور باندې بدل شی چې د مځکې ،سمندری او هوا له لارې د ټرانسپورټی کریډور لا ستر ټرانسپورتی چینل په توګه په دغو درو واړو هیوادونو کې د شیانو اومسافرانو د تلو راتلو او د ټرانسپورټی چارو لپاره یوه ښه زمینه کیږی
دایران د سمندر او بندر ونو له لارې په ټرانسپورټی برخې کې دپانګونې لپاره د هندوستان دلچسپی ښئ،په چابهار بندرکې پانګونې ته د هندنظر اوږدمهاله دی .
په دې زمینې کې مطرح شوو ځینو سیاسی لیدتوګو ورتیر ،باید ووئیل شی، هغه څه چې په سیمې کې دڅواړخیزو ملګرتیاؤ د لوړتیا لپاره اهمیّت لری، داقتصادی او تجارتی اړیکو دپراختیا په زمینې کې غږملتیا او حوصله افزائی ده . د ملګرتیا دغه کړۍ به هاله بشپړ شی،چې له ټولو ظرفیّتونو سمه استفاده وشی . له دې امله ضرورت دی د چابهار بندر دسیمې دهیوادونو له ریل پټلیو سره وګنډل شی،څو له دې لارې دمینځنۍ آسیا پشمول دسیمې نورو هیوادونو ته دلاس رسی امکان هم برابر شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي