برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دهند لخواد چابهار بندر دبودیجی کمدا

آریانانیوز: د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هند لخوا د چا بهار بندر د مالي بودیجې په کمښت اندېښنه ښودلې ده. هند په پام کې لري چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ مېلادي کلونو کې د چابهار بندر بودیجه په سلو کې اویا سلنه کمه کړي. د هند او افغانستان کلنۍ خپلمنځي سوداګري یو میلیارډ امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د ایران د چابهار بندر هند د ایران له لارې افغانستان سره نښلوي او له هغې وروسته یې له منځنې اسیا او روسیې سره هم وصل کوي.
اوس نوي پرېکړه کړې چې د دې بندر بودیجه کمه کړي.
د هند د مالیې وزیرې نیرمالاسیترامان له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د چابهار بندر د کلنیو یو نیم میلیار هندي کلدارو بودیجه به ۴۵۰ میلیونه هندي کلدارو ته را ټیټه کړي. هغې د دې لامل په دې بندر کې د پراختیایي چارو ټکنی وضعیت ښودلی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د هند دا پرېکړه به نه یوازې افغانستان ته بلکې هند ته هم زیان ورسوي ځکه چې هند د دې بندر په سوداګریریزه راکړه ورکړه کې اویا سلنه برخه لري.
له دې وړاندې هند پنځه سوه میلیونه امریکايي ډالره د دې بندر د اسانتیاو لپاره ځانکړي کړي و.
د دې خونې ویاند جان اقا نوید بي بي سي ته وویل، وروسته له هغې چې د پاکستان هوايي حریم د افغانستان د الوتنو پر وړاندې وتړل شو نو د افغانستان او هند سوداګرو سترګې همدې بندر ته وې:
” د افغانستان لخوا په ځانکړي ډول د سوداګرو له لوري اندېښنه شته ځکه ټول سواګر په دې تمه دي چې، د چابهار بندر له لارې وکولی شي هندوستان ته په ازاده ډول د بېړیو له لارې خپل توکې هلته ولېږي او دا که کمښت پکې راشي کېدایشي په راکړه ورکړه باندې هم ناوړه اغېز وکړي”
د چابهار له لارې افغانستان هند ته وچه او تازه مېوه، د مرمرو ډبرې او طبي بوټي لېږدوي خو هند چې د دې بندر له لارې په سوداګرۍ کې اویا سلنه برخه جوړوي تر ډېره د بريښنایي توکو راکړه ورکړه کوي.
د ایران د چابهار بندر چې د یو میلیارډ امریکايي ډالرو په ارزښت افغانستان له هند سره نښلوي، شاوخوا درې کاله وړاندې د افغانستان، ایران او هند د مشرانو په لاس یې پرانیستنه وشوه او فعال شو، د افغانستان د ټرانزیت لپاره یوه مهمه پروژه ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي