برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ایران د چابهار بندر له لارې- هند ته د افغانستان د صادراتو لومړۍ بېړۍ رسېدل

آریانانیوز: دیوراپوپه اسا س د ممبۍ سمندر غاړې ته د دې مالونو د رسېدو لپاره پرون ځانګړې غونډه جوړه شوې وه.


په‌دې مراسمو کې چې یو شمېر هندي چارواکو هم برخه اخېستې وه، افغان جنرال کونسل نسیم شریفي وویل، چابهار تردې وروسته یو خیال نه‌دی، دا لار په حقیقت بدله شوه او افغانستان اوبو ته مستقیمه لار پیدا کړه.
دا صادرات پنځه سوه اویا ټنه ته رسېږي، چې یو سل او دیرش ټنه یې خوراکي مواد او ۴۴۰ ټنه یې شو کاڼي «ټالک» دي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېر کال د چابهار بندر د پرانېستو په مراسمو کې هیله ښکاره کړې وه چې په راتلونکي کال کې به هند ته د افغانستان صادرات دوه برابره شي او دوه میلیارډه ډالرو ته به ورسېږي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي