برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دوه سوه ښوونځي ودانۍ نه لري

آریانانیوز: د کابل ولایتي چارواکي وايي نږدې دوه سوه بابه ښوونځي يې لا هم ودانۍ نه لري.


د کابل والي محمد یعقوب حیدري د ولسوالیو د پوهنې له مسؤلینو سره په غونډه کې د پوهنې اړوند ستونزې را برسېرې کړي.
هغه وویل په پلازمېنه کابل کې ۱۶۲ بابه ښوونځي ودانیو ته اړتیا لري، ۳۵ ښوونځي بیا رغونې او ۶۳ نور کرایي کورونو ته اړتیا لري.
همدارنګه هغه زیاته کړه چې په کابل کې ۴۷۲۷۸ ماشومان له زده کړو بې برخې دي او ګڼ ښوونځي مو د تجهیزاتو او کتابونو له جدي ستونزو سره مخ دي.
د کابل والي دا هم وویل چې په ټول ولایت کې ۷۲۷ تعلیمي ادارې فعالې دي چې پکې ۳۳۴۰۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي