برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۸ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دولسي خلکو پاڅون د داعش په خلاف

آریانانیوز: د ننګرهار ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې سلګونه ولسي خلکو د داعش تروريستي ډلې په خلاف وسله وال پاڅون کړی دی.


د نازیانو ولسوالۍ شاوخوا ۵۰۰ کسان په دې موخه راټول شوي او جنګي ليکې منظمې کړې وې چې له دې وروسته به د نازيانو ولسوالۍ او نورو سيمو کې د داعش خلاف جګړه کوي او هغوی به له منځه وړي.
دې سيمه ييز پاڅون پرون خپلې ليکې منظمې کړې او د داعش خلاف يې د علمياتو او جګړې هوډ وکړ او نن يې د داعش ځينو سيمو ته د عملياتو په موخه لاړل.
بل لور ته دولتي چارواکي وايي چې دوی به ددغو پاڅون کوونکو ملاتړ وکړي او وسلې به ورته وروسپاري.
د ننګرهار د ملي امنيت رئيس تورن جنرال نظر علي واحدي وويل چې ولسي پاڅون کوونکي به له سيمې څخه د داعش جرړې
وباسي او کومې سيمې چې له داعش نه پاکيږي، هلته به امنيتي پوستې جوړيږي.
واحدي وويل چې که څه هم دغو نژدې پنځه سوه پاڅون کوونکو خپلې وسلې له ځان سره راوړي دي خو زياتوي چې د وسلو په تجهيز او اکمال کې به ورسره د اردو سرتيري همکاري کوي.
ددې ولسي پاڅون يو تن مشر ملک دهقان وويل چې داعش له ډير وخت راهيسې د دوی سيمې نيولي دي او ډير ظلمونه يې کړي دي او نور به دې ډلې ته په خپله سيمه کې ځای ورنه کړي.
د يادونې وړ ده چې له څو کلونو راهيسې داعش وسله واله ډله په ننګرهار کې راپورته شوې ده او څو مياشتې وړاندې يې په ننګرهار کې ځينو ښوونيزو او د عامه خدمتونو ادارو ته هم اخطارونه ورکړي وو او همدا راز يې د اخطارونو په مټ په ننګرهار ښار کې د خلکو ترمنځ ډار او ويره خپره کړې وه.
بل لور ته عام افغانان او سياسي شنونکي په سيمه کې د داعش وسله والې ډلې سره د افغان حکومت او ملاتړ او د داعش خلاف د طالبانو ليکې بمبارول هغه څه دي چې خلک يې له داعش سره د حکومت په دښمنۍ شکمن کړي دي.
د شنونکو په بارو چې داعش وسله والې ډلې پروژه د افغانستان د ملي امنيت پخواني سلاکار حنيف اتمر په ځانګړې پلان پرمخ وړل کېده چې اوس د هغه د استعفا وروسته د داعش ليکې کرار کرار له صحنې څخه په وتو دي او د پخوا په څېر قوت او نوم نه دی ورپاتې.

شنونکي داعش وسله واله ډله د بهرنيو استخباراتو پروژه بولي او وايي چې نور په سيمه کې په کار نه ده؛ نو ځکه يې په وړاندې د ننګرهار په بيلابيلو سيمو کې د ولسي پاڅون په نوم خلک رامنځته کيږي تر څو دغه پروژه له منځه يوسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي