برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دهوایي بریدونود زیاتیدا

آریانانیوز: په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» د ګډ حکومت د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو سره یو ځای فراه ولایت ته تللی او هلته یې ځايي امنیتي چارواکو ته د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی
د فراه ولایت د والي ویاند «محب الله محب» وایي، سکاټ مېلراو ورسره پلاوي له اناردرې ولسوالۍ لیدنه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې هلته د مېشت امنیتي پرسونل تجهیز به کوي او تر خپله وسه به يې لاس نیسي
د محب په خبره، مېلر په خپل دې سفر کې ولایت مقام ته هم ورغلی او هلته یې له امنیتي چارواکو سره په یوه ناسته کې ژمنه کړې، چې په طالبانو باندې به هوایي بریدونه زیاتوي او د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز پروسه به چټکوي
د ناټو ځواکونو قوماندان داسې مهال د فراه چارواکو ته د مرستې ډاډ ورکوي، چې په یاد ولایت کې د طالبانو بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي او د فراه ښار ګڼې سیمې یې لاس ته لوېدلي
په ورته وخت کې په طالبانو باندې د بریدونو زیاتولو ګواښونه داسې وخت مخې ته راځي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي، څو په خپلو بریدونو کې کموالی راولي او له دې لارې د افغانستان سولې ته خپله ژمنتیا وښيي.

شریک یي کړئ!